کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ پر خپلې اېکس پاڼې یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد پر فرضي کرښه ۹۸ سلنه او له ایران سره پر پوله ۹۱ سلنه د اغزن تار لګولو چارې بشپړې شوې دي.
په لیکلي بیان کې زیاته شوې، چې دا پروژه ټولټال ۳زره ۲۱۷ کیلومتره د پاکستان پولې تر پوښښ لاندې راولي، د امنیتي ګواښونو، قاچاق او ناقانونه تګ – راتګ د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د هر اړخېزې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۳زره۱۰۰ کیلومتره زیاتې پولې اغزن تار او استحکامات فعال شوي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/