معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان وایي، تر راتلونکې جنورۍ به ټول بې اسناده افغانان له هېواده وباسي

پاکستان وایي، تر راتلونکې جنورۍ به ټول بې اسناده افغانان له هېواده وباسي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲  نېټه):

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بلوجستان ایالت د سیمه ییز حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، چې ټول بې اسناده افغان کډوال باید تر راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې له پاکستانه وایستل شي.

نوموړي د یو خبري کنفرانس پرمهال زیاته کړې، چې افغانستان کې جګړه ختمه شوې، نو په کار ده چې ټول افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي ویلي، چې د بې اسناده کډوالو تر وېستلو وروسته به د اسناد لرونکو افغان کډوالو وېستلو نوملړ هم اعلان کړل شي.

د پاکستان حکومت د شمېرو له مخې دغه هېواد کې شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغان کډوال اوسي، چې ۱،۷ میلیونه ترې غیرقانوني کډوال بلل شوي دي.

پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ څخه تر دا مهاله د تورخم او چمن له لارې ۴ لکو څخه زیات افغان کډوال په جبر افغانستان ته ستانه کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس