معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان وایي، د افغان کډوالو وېستلو په اړه کړې پرېکړې عملي کېدا کې جدي دي

پاکستان وایي، د افغان کډوالو وېستلو په اړه کړې پرېکړې عملي کېدا کې جدي دي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۲ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر ويلي، چې ناقانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې ورکړل شوي وخت کې به هېڅ کوم سازش ونه شي.
د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي زیاته کړې، دا پرېکړه یوازې د افغانانو نه، بلکې په پاکستان کې د ټولو ناقانونه کډوالو لپاره شوې ده.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په دغه هېواد کې ناقانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو له اسلام آباد غوښتي، چې د افغان کډوالو په اړه دې کړې پرېکړه بېرته واخلي.
د پاکستاني حکومت د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې ۱.۷ میلیونه یې نا قانونه دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس