معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان: په یوازې ځان د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژنو

پاکستان: په یوازې ځان د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژنو

شنبه، د لړم ۲۸مه
کابل/ګهیځ: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې حکومت یې په افغانستان کې د حاکم نظام د رسمیت پېژندو لپاره ګام نشي پورته کولی.
پاکستاني رسنیو په خپلو رپوټونو کې ویلي، چې بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې جمعه (د لړم ۲۷مه) یوې غونډې ته د خپل حکومت د بهرنۍ شپږ میاشتینۍ پالیسۍ د ارزونې پر مهال کړي.
په افغانستان کې د اوسني حکومت له واک ته رسېدو ۱۵ میاشتې اوړي خو هیڅ کوم هېواد د دغه حکومت په رسمیت پېژندو ته نه دی حاضر شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي و، چې د ا.ا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندو لپاره د دوی هڅې دوام لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس