معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان پوځ وایي، خېبر پښتونخوا کې یې خپل ۱۲ وسلوال مخالفین وژلي

پاکستان پوځ وایي، خېبر پښتونخوا کې یې خپل ۱۲ وسلوال مخالفین وژلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د پاکستان پوځ په یوه رسنیزه بیانیه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې د سه شنبې په شپه ناوخته د تحریک طالبان پاکستان له جنګیالیو سره نښته کړې.
د دوی په خبره دغه نښته د خېبر پښتونخوا په لکی مروت سیمه کې شوې چې په پایله کې یې د تحریک طالبان پاکستان ۱۲ غړی وژل شوي دي.
مقابلې ډلې تر اوسه ځانته د اوښتي ځاني تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې څو وار دغه سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو برید کې پوځ ته مالي او ځاني زیان اړولی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس