معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې افغان سفارت د کډوالو ستونزو ته په نه پاملرنې نیوکه کړې

پاکستان کې افغان سفارت د کډوالو ستونزو ته په نه پاملرنې نیوکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په اسلام آباد کې د افغان حکومت سفیر د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د زرګونه افغان کډوالو د ثبت په بهیر کې د ځنډ له امله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، پر نه پاملرنې نیوکه کړې.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې ۸ زره افغان کډوال د خپلو ستونزو د حل لپاره په تمه دي، د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ چارې په هېڅ حساب دي.
هغه ویلي، هره ورځ د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو کورنۍ ثبت کیږي، چې دغه بهیر باید د بشري ناورین څخه د مخنیوي په موخه چټک شي.
دې وروستیو کې هېواد ته د راتلونکو افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی، چې تر اوسه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۳۰ زرو څخه ډېرې کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس