کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په پاکستان کې د افغان ماشومانو لپاره یو شمېر ښوونځي پرون په داسې حال کې وتړل شول چې کورنۍ یې له پاکستان څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
اسلام آباد د هغو ۱.۷ میلیون افغانانو د نیولو عملیات پیل کړي، چې وايي په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.
پاکستان دغو افغانانو ته خبرداری ورکړی که د نن ورځې تر پایه په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ونه وځي، نو په زور به وشړل شي.
یو سرښوونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، په اسلام آباد او ورڅېرمه ښار راولپنډۍ کې پنځه ښوونځي پرون وتړل شول.
ښوونکو ویلي، چې د ښوونځیو له تړل کېدو وړاندې د پولیسو له وېرې، چې بې اسنادو او همدارنګه د کډوالۍ قانوني سند لرونکي افغانان نیسي، زده کونکي ویرېدلي و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/