معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان کې د افغانانو پر بندیانېدو افغان خارجه وزارت غبرګون ښودلی

پاکستان کې د افغانانو پر بندیانېدو افغان خارجه وزارت غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
که څه هم له یوه لوري پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو پر نیولو او بندي کولو اندېښنه ښودلې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دې چارې له امله پاکستان باندې نیوکه کړی او هلته یې د افغانانو ځورولو باندې یې پاکستان ته خبرداری ورکړی.
وزارت ویلي چې هلته د افغانانو ځورول به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړې اغېزې پرې باسي.
بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، چې ژر تر ژره دې هلته بندي افغانان آزاد کړي.
د پاکستاني پولیسو لخوا یو شمېر افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د ویزې نه لرلو له امله په بېلابېلو لارو ځوروي او بندیانوي.
پاکستان کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي، یو شمېر افغانان یې د پاکستان له زندانونو آزاد کړي او هڅه کوي چې نور بندیان شوي افغانان هم چارواکو سره د خبرو_اترو له لارې آزاد کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس