معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان کې د روانو ناامنیو ډېرښت په اړه افغانستان سره ناندرۍ ډېرې شوي

پاکستان کې د روانو ناامنیو ډېرښت په اړه افغانستان سره ناندرۍ ډېرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
وروسته تر هغې چې پاکستان کې وسلوالو بریدونو زور واخېست، د پاکستان ملي امنیت شورا د لومړي وزیر په مشرۍ درې وروځو کې دوه وار بېړنۍ امنیتي غونډې وکړې.
په دغو غونډو کې دوی په غیر مستقیم ډول افغانستان باندې نیوکې وکړې چې ګنې افغان خاوره کې د پاکستان د حکومت خلاف وسلوال اوسیږي او دوی حق لري چې دغه وسلوال افغان خاوره کې نښه کړي او له منځه یې یوسي.
د دوی دغو څرګندونو ته دفاع وزیر تند غبرګون وښود او یادونه یې وکړه چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د چا پر ضد استعمال کړي.
تر دې ناندریو وروسته تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په خبرو کې یو ځل بیا ادعا کړې چې پر دوی برید کوونکي له افغانستان څخه راځي.
نوموړي زیاته کړې چې په دې اړه شواهد هم له افغان لوري سره شریکوو.
پخوانی ولسمشر حامد کرزي بیا پاکستان کې د وروستیو ناامنیو له امله په مستقیم او غیر مستقیم ډول افغانستان باندې د نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان اوسني حالات او ناامنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو ناسمو پالیسیو زېږنده ده.
حامد کرزي زیاته کړې، پاکستان دې د دغو ناامنیو سره د موثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره د خپلو تېرو څو لسیزو په پالیسيو باندې له سره غور وکړي او بدله دې کړي.
دې وروستیو کې د پاکستان پر پوځ بریدونو زور اخیستی چې له امله یې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس