معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د عمران خان د خوشې کولو په ملاتړ لاریونونه لا هم دوام لري

پاکستان کې د عمران خان د خوشې کولو په ملاتړ لاریونونه لا هم دوام لري

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستاني رسنیو وروستي راپورونه ښيي، چې اسلام آباد کې د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو پر مهال د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د اخ وډب کې یو پولیس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي.

دغه لاریونونه چې له څو ورځو راهیسې روان دي، په ځینو ځایونو کې د تاوتریخوالي سبب شوي دي.

د عمران خان پلویان د هغه خوشې کېدل د حکومت سره د خبرو – اترو د پیل لپاره شرط بولي.

دوی ادعا کوي چې د عمران خان په بند کې ساتل د غیر قانوني او سیاسي انګېزو پایله ده.

حکومت د دې لاریونونو د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي، خو د تحریک انصاف مشران وایي، د خلکو د غوښتنو د تحقق لپاره به خپل لاریونونه جاري وساتي.

د پاکستاني رسنیو وروستي راپورونو ښيي، چې د لاریونوالو کچه به په راتلونکو ورځو کې نوره هم لوړه شي​​​​.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس