معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې کډوالو لپاره د ورکړل شوی مهلت له پای وروسته ځورونو زور اخیستی

پاکستان کې کډوالو لپاره د ورکړل شوی مهلت له پای وروسته ځورونو زور اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د حکومت له لوري افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو د ټاکلي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته پولیسو کور په کور پلټنې پیل کړي دي.

دغه موده چې د جون په ۳۰ مه نېټه پای ته ورسېده، د مودې بیا غځونې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د (ICC) او “POR” کارتونو درلودنکي کډوال به هم په جبري توګه د ایستلو د لړۍ په دوهم پړاو کې شامل وي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو ویلي، چې پاکستاني پولیسو یې ژوند تریخ کړی دی.

تر دې وړاندې د افغان کډوالو جبري وېستې په تړاو ګڼو نړیوالو بنسټونو او افغان حکومت د پاکستاني حکومت پر دې دریځ کلکې نیوکې کړې وې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس