معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې ۲۳ میلیونه ماشومان له زده‌ کړو بې برخې دي

پاکستان کې ۲۳ میلیونه ماشومان له زده‌ کړو بې برخې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۹ نېټه):
د پاکستانیو رسنیو د خبر له مخې د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر رانا تنویر ویلي، چې په دغه هېواد کې یې شاوخوا ۲۳ میلیونه ماشومان له زده‌ کړو پاتې او ښوونځیو ته نه ځي.
د خبر له مخې نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د دغه هېواد قومي اسمبلۍ کې د وکیلانو د پوښتنو د ځوابونو پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې په پاکستان کې ښوونځیو ته د ماشومانو د نه تګ کچه په نړۍ کې د یوه هېواد په کچه تر ټولو لوړه ده. نوموړی وایي، حکومت یې په دې برخه کې هڅې پیل کړي، څو دا کچه ټیټه کړي.
سیاسي شنونکي وایي، پاکستان خپله ډېره بودیجه په دفاع او نظامي چارو لګوي، روغتیا ښوونې او روزنې برخو ته ډیره پاملرنه نه کوي، چې همدا دغه هېواد کې له زده کړو د دومره کچې ماشومانو د بې برخې کېدو دلیل دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس