معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستاني طالبان له خپلې خاورې حکومت سره جګړه مخته بیایي

پاکستاني طالبان له خپلې خاورې حکومت سره جګړه مخته بیایي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
د تحريک طالبان پاکستان (TTP) مشر مفتي نور ولي مسيد له CNN ټلوېزیوني چېنل سره په خبرو کې ويلي، چې دوی د پاکستان له حکومت سره د پاکستان له خاورې جنګ روان کړی دی.
د تحریک طالبان پاکستان مشر له یاد چېنل سره په خبرو کې زیاته کړې چې دوی د پاکستاني پوځ پر وړاندې د جګړې لپاره کافي ځواک لري چې په دغه برخه کې یې له افغان طالبانو نه مرسته غوښتې او نه ورته اړتيا لري چې له هغوی مرسته وغواړي.
وړاندې تر دې یو شمېر پاکستاني چارواکو د افغانستان اوسنی حکومت پاکستاني طالبانو سره په ملاتړ تورن کړی و، خو افغان حکومت بیا د پاکستاني چارواکو دغه ادعا په کلکه رد کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس