معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني طالبانو ویلي، د پنجاب په میانوالی پوستی یې بریالی برید ترسره کړی دی

پاکستاني طالبانو ویلي، د پنجاب په میانوالی پوستی یې بریالی برید ترسره کړی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د پاکستان د طالبانو تحریک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسلوالو بریدګرو یې پنجاب کې د میانوالې پولیسو پوستې پر امریت برید ترسره کړی دی.
خبرباڼه کې راغلي، چې په برید کې سپکې او درنې وسلې لکه سنېپر، راکټ، پیکا او جی ایل کارول شوي، چې له امله یې پاکستاني پولیسو ته د ډېرې مرګ_ژوبلې د اوښتو احتمال شته.
دوی ویلي، برید کې د پولیسو پوسته هم په بشپړه توګه تخریب شوې ده.
د پاکستاني طالبانو تحریک دغه خبرپانه کې وړاندې ویلي، چې برید کې د دوی وسلوالو ته کوم زیان نه دی رسېدلی او تر برید وروسته له سیمې څخه تللي دي.
پاکستاني حکومت بیا تر دا مهال د دغې برید او په کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ_ژوبلې په اړه رسنیو ته څۀ نه دي ویلي.
دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو له لوري پر حکومتي پوستو او اشخاصو بریدونو زور موندلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس