معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني لوري افغان سفارت ته د افغان کډوالو د ستونزو د ژر حل ډاډ ورکړی

پاکستاني لوري افغان سفارت ته د افغان کډوالو د ستونزو د ژر حل ډاډ ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۰مه نېټه):
اسلام اباد کې افغان سفارت د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې په پاکستان کې د افغانانو د وروستيو نيولو په اړه د افغان سفارت د مشر او د پاکستاني چارواکو ترمنځ غونډه شوې ده.
خبر زیاتوي، چې دغه غونډه کې د افغان سفارت مشر د افغانانو د نيول کېدو د مخنيوي غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د بېلابېلو لاملونو له مخې د افغانانو نيول د دواړو ګاونډيو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېز کوي، چې بايد مخه يې ونيول شي.
د دغه سفارت په وینا پاکستاني چارواکو د ستونزو د هواري په برخه کې د سفارت مشرتابه ته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دوی به یوازې له قانوني اسنادو پرته خلک بېرته ستنوي.
دغه څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند د پاکستاني پولیسو له امله تریخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس