کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پولیسو په لاهور کې پخواني لومړي وزیر عمران خان کور ته ورغلي او د نوموړي د نیولو هڅه یې کړې.
راپورونه وایي، چې د عمران خان د ګوند پلویانو د پاکستاني پولیسو دې اقدام په غبرگون کې د تحریک انصاف گوند پلویان د عمران خان د کور تر شاوخوا راټول شوي او په پاکستان کې یې د لویو لاریونو پیلولو خبرداری ورکړی دی.
پخوانی لومړی وزیر عمران خان موده وړاندې له واکه لرې او پرځای یې شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه.
پر عمران خان دې وروستیو کې تور پورې شوی، چې له نورو هېوادونو څخه یې یو شمېر ترلاسه شوې تحفې یا خرڅې کړي او یا یې هم خپل کور ته وړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/