معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني پولیسو پېښور کې د کوچني کابل په نوم بازار ړنګ کړ

پاکستاني پولیسو پېښور کې د کوچني کابل په نوم بازار ړنګ کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې هغه بازار ړنګ کړ، چې د کوچني کابل په نامه یادېده.
دغه بازار چې د بورډ بازار په نامه هم یادېده، شاوخوا څلور لسېزې مخکې جوړ شوی و.
د راپور پر بنسټ د دغه بازار ګڼ کاروباریان افغانان وو او هغه توکي په کې پلورل کېده، چې افغانانو ورته اړتیا لرله.
پاکستاني حکومت دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې او د کډوالو له ډلې یې اسنادو نه لرونکو ته د روانې اکتوبر میاشتې وروستۍ نېټه ضرب الاجل ټاکلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس