کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم لونړۍ نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې په پاکستان کې ځينېو افغان کډوالو ويلي، چې پاکستاني پوځيانو کور په کور د افغان کډوالو تلاشي پیل کړې ده.
د رسنیو د راپور پر بنسټ، پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او زندان ته یې بیايي.
پاکستان پرېکړه کړې چې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوال له خپل هېواد وباسي.
افغان کډوال وايي، پولیس نیمه شپه له خبرداري پرته د کډوالو کورونو ته ننوځي او د کور په تلاشۍ سره غواړي چې دا کډوال وپېژني.
افغان کډوال وايي، د اسلام آباد نوي سیاست دوی ته ژوند سخت کړی دی.
له دې سره هم مهاله، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت کونسل عبدالجبار تخاري هم ويلي، چې دغه هېواده د افغان کډوالو د وېستلو په اړه د پاکستان له وروستۍ پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ځورونه ډېره شوې ده.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې دا مهال تر زرو ډېر افغان کډوال، چې قانوني اسناد لري، خو بیا هم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
د سرپرست حکومت ترڅنګ ګڼو نړیوالو بنسټونو د پاکستان دغه چاره غندلې او د یادې پروسې د درولو غوښتنه یې ترې کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/