کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر خبر ورکړی، چې د پاکستان پوځ په خېبر پښتونخوا ایالت کې له امریکا سره ګډ پوځي تمرینات پیل کړي.
د بیان له مخې دا تمرینونه د دواړو هېوادونو د پوځي ځواکونو ترمنځ د همکارۍ د کچې د پیاوړتیا او د تروریزم پر ضد د مبارزې په چاره کې د همغږۍ په هدف روان دي.
په بیان کې راغلي، دا پوځي تمرینات د خېبر پښتونخوا په پبي سیمه کې د دوو اونیو لپاره پیل شوي دي.
پاکستان پوځ په داسې مهال له امریکا سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي، چې دې وروستیو کې دغه پوځ په خېبر پښتونخوا او یو شمېر نورو سیمو کې د عظم استحکام په نوم د عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/