کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۰ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د پوځ د چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې د پاکستان سندهـ ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څانګې په کراچۍ کې عبدالمالک په نوم د داعش ډلې یو مهم قومندان نیولی دی.
دوی زیاته کړې، چې له یاد کس څخه یو بې جوازه ټوپک هم ترلاسه شوی او د نورو تحقیقاتو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.
پاکستان چې د ترهګرو په ملاتړ تورن دی، دې وروستیو کې یې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/