معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر افغانستان د اقلیمي بدلون منفي اغېز؛ له زیانه د وتو لپاره د ملي لومړیتوبونو په رڼا کې د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري

پر افغانستان د اقلیمي بدلون منفي اغېز؛ له زیانه د وتو لپاره د ملي لومړیتوبونو په رڼا کې د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري

دوشنبه، د لړم ۱۶مه
کابل/ګهیځ: مصر د تېرې یکشنبې نوامبر له ۶مې د اقلیمي بدلون په اړه د ۲۷مې نړیوالې سرمشریزې ناستې کوربه دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه کنفرانس نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو له پاره د حل لارو را اېستلو پر لور لومړنی ګام بولي او په خبره یې “باور لري چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نه شي هوارېدی. ”
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغيزو له کبله اوښتی زیان له دوه ميليارده ډالرو اوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو افغانستان څانګې هم په دې اړه ویلي، چې افغانان د اقلیم د ویجاړوونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي: “افغانستان لا د مخه له پرلپسې طبیعي ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زیربناوو ته یې زیان رسولی.”
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اوښتي زیان د پوره کولو او د نورو اټکلي ګواښونو د مخنیوي لپاره، تر هغه وخته چې په دغه هېواد کې اقتصادي ثبات ټينګ شي، د خپلو ملي لومړیتوبونو په رڼا کې د نړیوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.
د اقلیمي بدلون په اړه د مصر په شرم الشیخ ښار کې جوړه شوې ۲۷مه نړیواله سرمشریزه به د روانې نوامبر میاشتې تر ۱۸مې نېټې دوام ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس