معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر غزې د اسراییلي اشغالګرو د برید سل ورځې پوره شوې

پر غزې د اسراییلي اشغالګرو د برید سل ورځې پوره شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د برید سل ورځې پوره شوې.

د خبر پر بنسټ په دغه موده کې د اسراییلي اشغالګرو له لوري نږدې ۲۴ زره بې دفاع ولسي وګړي وژل شوي او له ۶۰ زرو ډېر نور ژوبل شوي دي.

د نړیوالو چارو څارونکي په دې نظر دي، چې د دغې جګړې د دایمي درېدو لپاره تر اوسه هېڅ کوم اغېزمن ګام نه دی اخیستل شوی.

د جګړې د پیل راهیسې د نړۍ لر او بر مهمو لویو ښارونو کې د فلسطینیانو پر ملاتړ او صهیونستي پوځ پر ضد لاریونونه شوي او ډېری برخو کې لا هم روان دي.

پرون هم د لندن په مرکزي برخه کې ګڼ ماشومان له هغو زرګونو لاریون کوونکو سره یوځای شول چې د فلسطینیانو په ملاتړ راوتلي وو.

دې جګړه کې د ښکېلو اسراییلي پوځ ګن شمېر پوځیان هم وژل شوي او زیات نور یې ژوبل شوي دي.

حمـ.ـاس ویلي، د اسراییلي اشغالګرو هر برید ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس