کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې پر غزې باندې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو په دوام کې د وژل شویو فلسطیني وګړو شمېر ۲ زره ۸ سوه تنو ته رسېدلی دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغو بمباریو کې ۹ زره ۷ سوه تنه ټپیان شوي هم دي.
له لسو ورځو راهیسې دغه سیمه کې د اسراییلي ځواکونو درنه بمباري روانه ده، خو تر اوسه یې د مخنیوي هڅو پایله نه ده ورکړې.
نړیوالو آژانسونو د عربي هېوادونو د مشرانو له قوله لیکلي، چې په غزه کې روان وضعیت د اندیښنې وړ دی.
دوی د اسراییلي بریدونو پر مهال د ملکي وګړو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
بل لور بیا سپینې ماڼۍ اسراییلو ته د جوبایډن د احتمالي سفر خبر هم ورکړی دی.
غزه کې د دغو درنو بمباریو له امله یو میلیون ډېرو وګړو خپلې سیمې پرېښي او مرسته کوونکو ادارو هلته بشري وضعیت نازک بللی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/