معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پر مولوی انصاري برید؛ ا.ا امارت وايي که علماء لازم احتياط ونه کړي د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن دی

پر مولوی انصاري برید؛ ا.ا امارت وايي که علماء لازم احتياط ونه کړي د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن دی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږي/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) ا.ا پر مولوی انصاري برید ته په غبرګون کې ویلي، چې که پخپله دیني علماء اړین احتیاط و نه کړي، سخته ده چې د ورته بریدونو مخه ونیول شي.

تېره ورځ (د وږي ۱۱مه) د جمعې له لمانځه شېبه وړاندې د هرات په ګاذرګاه جومات کې د دغه جومات خطیب او امام مولوی مجیب الرحمن انصاري په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغې چاودنه کې د نوموړي په ګډون نژدې ۱۸ تنه ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.
ا.ا څرګنده کړې، چې د مولوي انصاري د امنیت په برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی او د خوندیتوب لپاره ورته اضافي ساتونکي، مرمۍ ضد موټر او وسله ورکړل شوې وه.
په دې تړاو د ا.ا په خبرپاڼه کې راغلي، چې استخباراتي ادارو مولوي انصاري ته د متوجه تهدیدونو په اړه هم هغه ته معلومات ورکړي وو.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې که په خپله علماء کرام لازم احتياط ونکړي، د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن کار دی.
د ا.ا حکومت همدا راز ټینګار کوي، چې د اسلام دښمنان او د دوی پروژې د دیني علماوو په وژلو نشي کولای، د حاکم اسلامي نظام د پیاوړتیا او ملاتړ په اړه د افغان ولس او دیني علماوو ارادې کمزورې کړي.

تردې وړاندې په ورته شکل د کابل په خیرخانه سیمه کې د صدیقیه جومات امام امیر محمد کابلی تر هغې وړاندې د جومات دننه په یوه چاودنه کې شیخ رحیم الله حقاني او تر هغې وړاندې د سلفي علماوو مخکښ دیني عالم شیخ سردار ولي ثاقب په خپل کور کې په مرموز ډول و وژل شو.
ا.ا امارت یې د عاملینو د نیولو او په سزا رسولو ژمنه وکړه، خو تر اوسه د هیڅ دیني عالم قاتلین نه دي نیول شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس