معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پر چینایي وګړو وسله وال برید د نړیوالو ډیپلوماتانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی

پر چینایي وګړو وسله وال برید د نړیوالو ډیپلوماتانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی

کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۳ مه۱۴۰۱):
په کابل ښار کې پر چینایي وګړو د وړمې ورځې وسله وال برید د نړیوالو ډیپلوماتانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې مېرمن “کرن ډیکر” پرون په ټویټر کې ولیکل: “ګرانه ده چې په افغانستان کې پر بهرنیو وګړو د بریدونو پر لړۍ او د ډزو په ترڅ کې د بې ګناه افغانانو پر وژلو سترګې پټې شي.”
په کابل کې د چینایي وګړو پر یوه هستوګنځي د وړمې ورځې د وسله وال برید په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په برید کې پنځه اتباع ټپیان شوي دي پداسې حال کې چې تر دې وړاندې د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي و چې درې مړي او اتلس ټپیان دوی ته وروړل شوي دي.
بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم په ټویټر دا برید غندلی او ویې لیکل چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د څلوېښت کلنې جګړې د کړاوونو له اوږدولو پرته بل هدف نه‌لري.
خو په کابل کې بیا د حکومت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې داعش د افغانستان لپاره ستر ګواښ نه‌دی او دا ډله د افغانستان حکومت ته خنډ نه‌شي جوړولی.
داعش د دوشنبې ورځې تر دې برید مخکې د روان میلادي کال د ډسمبر په دوهمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید وکړ چې د پاکستان شارژدافیر له دې بریده روغ ووت او یو ساتونکی یې سخت ټپي شو.
د سپټمبر په پنځمه دې ډلې په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید مسؤولیت هم ومانه چې په هغه برید کې د روسیې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.
چین له هغو څو محدودو هېوادو څخه دی چې په افغانستان کې یې د جمهوریت تر سقوط وروسته په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پري ایښی دی خو داسې ښکاري چې تر دې برید وروسته به چین خپل ډیپلوماتان له افغانستان څخه وباسي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس