معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر ښځو روان بندیز به بشري ناورین رامنځته کړي

پر ښځو روان بندیز به بشري ناورین رامنځته کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه تازه اعلامیه کې د افغان ښځو د بد روغتيايي وضعيت په اړه خبرداری ورکړی.
دغې ټولنې ويلي چې د روغتیايي نظام پاشلتيا، پراخه بې وزلي او پر ښځو لګول شوي محدودیتونه په افغانستان کې اوسني بشري ناورین ته وده ورکوي.
دغه سازمان غوښتنه کړې، چې ياد وضعیت څخه د وتلو لپاره باید لومړنۍ روغتیایي پاملرنه پیاوړې او هغه مسلې حل شي، چې د اقتصادي بحران له حل سره مرسته کوي.
دوی همدا راز ټينګار کوي، چې د ښځو لپاره د زده کړې او کار محدويتونه باید له منځه یوړل شي.
د بې پولې ډاکټرانو نړيوالې ټولنې په تازه موندنو کې ویلي، چې ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د ناڅېزه عوايدو لویه برخه یې د لومړنيو خوراکي توکو په تامينولو مصرفیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس