معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پروان کې د سرپرست افغان حکومت چارواکو د اتو تنو بغاوتګرو د وژل کېدو خبر ورکړ

پروان کې د سرپرست افغان حکومت چارواکو د اتو تنو بغاوتګرو د وژل کېدو خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۲۲۱ شهيد آفتاب فرقې اړوند د پروان دوهمې لېوا سرتېرو د پروان ولايت سالنګ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د نظام د بغاوتګرو پر پټنځای عمليات تر سره کړل، چې په پايله کې یې د بغاوتګرو د يو قوماندان اکمل اميري په ګډون اته تنه ووژل شول.
د دوهمې پلې لواء ویاند قاري صفت الله یاسر وایي، په عملياتو کې ۱ میل راکټ٫ ۲ پيکاوې٫ ۴ کلاشينکوف، ۲ کارميلې او ۱ د شپې ليدلو دوربین د حکومت لاس ته لویدلي.
چارواکو ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د دوی لوري ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس