معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پروان کې یو تن د نشه یي توکو د پلور په تور ونیول شو

پروان کې یو تن د نشه یي توکو د پلور په تور ونیول شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د پروان امنیې قومندانۍ مسوولینو له باختر دولتي آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دغه ولایت کې د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن له ۹۷ ګرامه چرسو او ۹۷ ګرامه تریاکو سره یوځای نیولی دی.
دوی ویلي، چې نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته اړونده ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د سرپرست افغان حکومت د چارواکو له لوري دې وروستیو کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې زور موندلی چې په ترڅ کې یې پر نشه یي توکو روږدي زرګونه کسان یې د مرکز کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایاتو راټول او د درملنې لپاره یې اړوندو برخو ته تسلیم کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس