کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لشکر طیبه ډلې پر مشر حافظ سعید د پنجاب په جهيلم ښار کې نن سهار نامعلومو وسلوالو برید کړی، چې نوموړی په کې سخت ټپي شوی دی.
هندي رسنۍ ادعا کوي، چې حافظ سعید د برید له امله ساه ورکړې، خو پاکستاني سرچینې دغه راپورونه ردوي او وايي، چې نوموړی تر درملنې لاندې دی.
د راپورونو له مخې، برید هغه مهال وشو، کله چې حافظ سعید د منګلا قول اردو له قومندان سره له کتنې وروسته بېرته روان و. بریدګر چې موټرسایکل باندې سپاره وو، د هغه پر موټر ډزې وکړې چې په پایله کې حافظ سعید او د هغه وراره ندیم ټپي شول.
ندیم وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړه، خو د حافظ سعید د ژوند په اړه لا هم ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د نوموړي د روغتیا د تصدیق لپاره هېڅ رسمي عکس یا ویډیو نه ده خپره کړې.
تر دې وړاندې هم څو ځله د هغه د نیول کېدو او وژل کېدو راپورونه خپاره شوي، چې وروسته ناسم ثابت شوي وو.
لشکر طیبه ډله د پاکستان د استخباراتو له خوا د کشمیر جګړې لپاره رامنځته شوې او په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ بریدونو د طرحه کولو تور پرې لګېدلی و.
یاد تنظیم د آزاد کشمیر تر شعار لاندې فعالیت کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/