معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پنجشېر کې د څه باندې ۸ لکه ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د څه باندې ۸ لکه ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
راپورونو له مخې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ۳۳۳۱.۷۵ قیراطه زمرد د څلورم ځل لپاره د ۸۲۷ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد په سوداګرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري ویلي، چې د دغه ولايت له کانونو څخه تازه استخراج شوي ٣٣٣١.٧٥ قیراطه زمرد د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې د مسوولينو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو وپلورل شول.
اميري زياته کړې، چې د داوطلبۍ پروسه په رسمي او قانوني ډول په پوره شفافه توګه ترسره شوه.
هغه څرګنده کړې، چې په څه د پاسه يوه مياشت کې دا د پنجشېر د زمرد د کان څلورم محصول دى چې د داوطلبۍ له لارې د هېواد په ملي سوداګرو پلورل کیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس