معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې کندز ته تللې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې کندز ته تللې

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۳۰مه او د اکټوبر ۲۲مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایووا ولایتونو د سفر په لړ کې لومړی کندز ولایت ته تللې ده.
یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي چې اوتونبایووا په کندز کې له ځایي چارواکو، د مدني ټولنې له ډلو او د ښځو، رسنیو او سوداګرو په ګډون د ټولنې له استازیو سره پرلیدنو کتنو سربېره د نجونو له یوه ښوونځي هم کتنه کړې ده.
د نوموړې په خبره ډېرې اندېښنې د ژوند د محدودو امکاناتو، بانکي سیسټم او پر سوداګرۍ څرخېدې چې باید ورته پام وشي.
کندز هغه ولایت دی، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني له واک ته رسېدو کال وروسته د طالبانو په لاس د لومړي ځپل لپاره سقوط وکړ. له دغه سقوط وروسته په کندز کې ټول مخ پر وده کارونه په ټپه و درېدل او ډېری پانګوال یې له ولایته ووتل.
د یادولو وړ ده، چې دغه ولایت بیا د ټول جمهوریت تر پرځېدو درې ځل سر په سر سقوط وکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس