معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ریښې په وچېدو دي

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ریښې په وچېدو دي

کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د لړم/عقرب دوهمه او د اکټوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) که څه هم د نړیوالو بنسټونو لخوا په افغانستان کې روان بشري وضعیت اندېښمن ښودل شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان په دغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د ختمېدو په اړه د برمختګ خبره کوي.
د افغانستان لپاره د یاد سازمان څانګې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې افغانستان تر بل هر وخت اوس د پولیو یا ګوزڼ بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي د واکسین ښه او پر وخت تطبیق د پولیو د قابو کولو یوازنی لامل بولي.
په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو تېر ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر څلور ته را ټیټ شو او روان ۲۰۲۲ کال کې تر اوسه دوه پيښې ثبت شوي چې یوه یې په پکتیکا او بله په کونړ ولایت کې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس