پدې وروستیو کې د خبري رسنیو له لارې خبریږو چې ګڼ سیمه ییز او نړیوال شرکتونه او سوداګر په افغانستان کې د شته سوداګریزو او پانګونې له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په فکر کې دي او غواړي د افغانستان په بېلابېلو پروژو کې پانګونه وکړي. همدا راز د یو شمېر ګاونډیو هېوادو په ګډون د سیمې لیرې او نژدې ډېر هېوادونه د افغان صادراتو لپاره هم په خپلو هېوادو کې د بازار موندنې او پانګونې زمینه برابره کړې ده چې چین، روسیه او د منځنۍ آسیا جمهوریتونه د دې لړۍ په سر کې راځي.
پدې کې شک نشته چې افغانستان اوس یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه او ښه امکانات لري، دلته د طبیعي زېرمو او کانونو له پلوه د طلا، اوسپنې، مسو، تېلو، گازو او نورو طبیعي زیرمو په برخه کې د پانګونې چانسونه ډېر دي، دغه راز پراخې طبیعي زیرمې، پریمانه اوبه، با استعداده او پریمانه بشري ځواک او ډېر نور داسې امکانات شته چې بهرنیو پانګوالو ته ښه چانس په لاس ورکوي او شاید له همدې امله به وي چې په دې وروستیو کې د سیمې، ګاونډ او آن د نړۍ یو شمېر هېوادونو هم په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
په تېرو څو پرله پسې لسیزو کې مونږ شاهدان وو چې په افغانستان کې د امریکا او نورو اروپایي ملکونو د پرله پسې ملکي او پوځي شتون له امله د نړۍ ډېرو هېوادو په تېره بیا د افغانستان ګاونډیو هېوادو لکه د منځنۍ آسیا جمهوریتونو او چین دلته پراخې پانګونې او له دغه هېواد سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته زړه نه ښه کولو او یو شمېر اروپایي او لویدیځوال هېوادونه هم دلته د نا امنۍ او جګړې له هغه فضا څخه په وېره کې وو چې دلته د دوی د خپل پوځي حضور او تپل شوي نظام زیږنده وه، ځکه نو اوس دلته دغه هېووادونه ټول له افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې او دلته د پانګونې له شته فرصتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې په تکل کې دي.
که لیرې ولاړ نشو یوازې د روان کال په تېرو څو محدودو میاشتو کې دلته د چین، روسیې او ځینو نورو سیمه ییزو قوتونو د سوداګریزو پلاویو راتلل او د افغانستان د اوسني حکومت له اړونده چارواکیو سره د دوی لیدل کتل او همدارنګه دغه هېوادو ته د افغان سوداګریزو پلاویو سفر او په ځینو دغه ملکو کې آن د افغان تولیداتو د نندارتونونو جوړیدل د دې ښه بېلګه ده چې افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې او د بهرنیو لپاره د پراخې پانګونې لپاره ښه جوګه دی.
طبیعي ده چې په افغانستان کې ښه امنیت، په دولتي اداراتو کې د فساد نه شتون او د کوکنارو کښت له منځه تلل هغه عمده فکتورونه چې دلته یې زمینه برابره کړې ترڅو بهرني پانګه وال ډاډه زړه راشي او دلته پانګونه وکړي او په ورته وخت کې افغانستان هم بهرنۍ پانګونې ته د اړتیا په احساس سره د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او د هغوی خوندیتوب ته هم جدي پاملرنه کوي چې دې کار هم د ګاونډیو هېوادو او نورو بهرنیو پانګوالو پاملرنه ځان ته جلب کړې ده.
طبیعي ده چې په هېواد کې د بهرنیانو د پانګونې لپاره د ښې زمینې برابرول د هېواد د اقتصاد د غوړیدا لپاره مهم ګڼل کېږي او د اقتصادي چارو د ماهرینو په اټکل د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د مالي او ځاني امنیت برابرول، د بهرنیو پانګه والو لپاره د ملاتړ او هڅونې پالیسي او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره یوه رڼه، روښانه او پر هدف ولاړه تګلاره هغه څه دي چې دلته یې د بهرنیانو پانګونې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
اوس پداسې حال کې چې زمونږ ګران هېواد ته د بهرنیو او په تېره بیا د سیمې د یو شمېر هېوادو سوداګر او پانګه وال را مات شوي دي او دلته په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته خپله لیوالتیا ښکاروي او ځینو خو یې عملاً دلته پانګونه هم کړې ده اړینه ده چې مونږ هم د دې خاورې او دې وطن د اصلي څښتنانو په توګه له هره اړخه ورسره داسې چلن وکړو چې نور هم وهڅېږي او د نورو هېوادو وګړي هم دې ته لیواله شي ترڅو دلته پانګونې ته زړه ښه کړي.
طبیعي ده چې افغانستان د یوه جګړه ځپلي، وران او ویجاړ هېواد په توګه چې په تأسف سره د تاریخ په اوږدو کې د خپلو او پردیو له خوا لوټل شوی او ویجاړ شوی، د خپلو بچیانو زړه سوي، زیار او تر ټولو زیات هوښیارتوب ته اړتیا لري چې وکولای شي پر خپلو پښو ولاړ او د پردیو او پردي پالو له منګولو آزاد وي، ځکه نو اړینه ده چې د دې وطن صادق بچیان د دې وطن آبادي او د دې ولس سوکالي په پام کې ونیسي نه شخصي ګټې او مصلحتونه او د دې لپاره لومړی ګام هم دا دی چې له تېر شل کلن دور څخه پند واخلي او هغه څه تکرار نکړي چې ګټه یې نورو ته او زیان یې دې خوار ولس ته رسي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/