معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په تېرو څلورو ورځو کې له ايرانه ۱۴ زره ۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

په تېرو څلورو ورځو کې له ايرانه ۱۴ زره ۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو چارو مسوولين وایي، په تېرو څلورو ورځو کې د اسلام کلا بندر له لارې له ایرانه نږدې ۱۴ زره ۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
په اسلام کلا بندر کې د کډوالو د چارو سرحدي آمر ویلي، هره ورځ له ۳ زرو تر څلور نیم زرو پورې افغانان د ایران له لوري راستنیږي.
هغه ويلي، تېرې مياشتې ته په کتو سره له ايران د راتلونکو کډوالو شمېره دوه برابره ډېر شوی دی.
دغه راز په ايران کې افغان کډوال هم وايي، چې هلته د ځایي اوسېدونکو او پولیسو له خوا پرې فشارونه زیات شوي او د کار اجازه هم نه ورکول کیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس