معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / په خان یونس کې د اسراییلي اشغالګرو تازه بمبارد سل تنو ته مرګ – ژوبله واړوله

په خان یونس کې د اسراییلي اشغالګرو تازه بمبارد سل تنو ته مرګ – ژوبله واړوله

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ‏اسراییلي اشغالګر پوځ د غزې تراړې جنوب خان يونس سيمه کې د تازه هوایي بمبارد له امله ۴۰ تنه شهيدان او ۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د غزې د ملکي دفاع ټيمونو ويلي، چې ښايي دا په غزه کې د روانې غميزې په لړ کې يو له هغو سترو جنايتونو څخه وي، چې اسرایيل يې ترسره کوي.

الجزيرې تلوېزیون د سيمې اوسېدونکو او ژغورونکو ډلې له قوله ويلي، چې اسرایيلو په ۴ توغنديو د خان يونس په المواصي سيمه کې د کډوالو کمپ په نښه کړی، چې په کابو ۲۰ خيمو کې اور لګېدلی او يادو توغنديو تر ۹ مترو پورې کندې په ځمکه کې رامنځته کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې اسرایيلي اشغالګر د غزې په روان وحشت کې د امريکايي، بريتانوي، فرانسوي او غربي وژونکو وسلو څخه کار اخلي او زرګونه ماشومان، ښځې او ولسي وګړي یې تر اوسه په شهادت رسولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس