کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پیښو سره د مبارزې ملي ادارې او (یونین ایډ) موسسې ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې به یاده موسسه په تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې له ۸۵۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۵۴ زره ۹۵۱ امریکایي ډالرو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړي.
له پېښو سره د مبارزې رییس ویلي، هڅه به وشي چې د هر ډول پېښو ځپلو سره د مرستو دوامداره ساتلو ترڅنګ د مرسته کېدونکو موادو کېفیت ته پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټولو همکارو موسسو سره همکارۍ ته چمتو دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/