معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / په غزه کې د تېرې ورځې اور لګېدنه تصادفي پېښه بلل شوې

په غزه کې د تېرې ورځې اور لګېدنه تصادفي پېښه بلل شوې

دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: تېره ورځ د فلسطین د غزې ښار په جبالیا پنډغالي کې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ خپل ژوند له لاسه ورکړ.
اوس د غزې لوی څارنوال محمد النهال یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د غزې په شمال کې دغه اور لګېدنه یوه تصادفي پېښه وه.
اناتولیا خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، چې اورلګېدنه په ناڅاپي توګه هغه وخت رامنځ ته شوې، چې د ابوريا کورنۍ له بهر څخه د خپل زوى د راستنېدو په مناسبت د خوښۍ مراسم جوړ کړي وو.
النهال زیاته کړې، چې د اور لمبې په کور کې د پټرولو ډبې ته رسېدلي، چې د کور پلاستیکي او ژر سوزېدونکو توکو ته په رسېدو سره اور شدت موندلی دی.
نوموړي دې په اشارې چې اور د ابوریا کورنۍ د اوسېدو کوټې ته نژدې لګېدلی و، زیاته کړه چې له دې امله په کوټه کې ایسارو کسانو و نشو کولی چې ځانونه وژغوري.
ویل کېږي، چې د فلسطین د حکومت مشر محمود عباس په یوه خبرپاڼه کې دا پېښه «ملي غمیزه» بللې او راتلونکې جمعه یې د همدې پېښې په تړاو ملي ویر اعلان کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس