معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په قندهار کې یو سوداګر په مرموز ډول وژل شوی

په قندهار کې یو سوداګر په مرموز ډول وژل شوی

شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: له قندهاره خپاره شوي رپوټونه وايي، چې په دغه ولایت کې یو سوداګر له تښتونې وروسته په مرموز ډول وژل شوی دی.
ازادۍ راډیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې محمد صادق ۲۰ ورځې وړاندې له دُبۍ قندهار ته راغلی و خو له سپین بولدک څخه قندهار ته له غځېدلې لارې تښتول شوی و.
راپور وايي، د نوموړي جسد او یوه اندازه پیسې د جمعې په ورځ د میوند ولسوالۍ په چشمه سیمه کې له یوې څاه تر لاسه شوي دي.
تر اوسه د دې قتل علت نه دی په ډاګه شوی او حکومتي ځايي سرچینو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
که څه هم په هېواد کې د تودو جګړو اورونه مړه شوي، خو مرموزې وژنې او تښتونې لا هم روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس