کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې له دغه ولایت څخه د لومړي ځل لپاره ګېلاس او زردالو هند ته صادر شول.
د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس زیاته کړې، چې دغه مېوې د شخصي شرکتونو په مرسته هند هېواد ته صادر شوي دي.
د مسوولینو په وینا راتلونکي کې پلان لري، چې د هوایي دهلېزونو په مرسته عربي هېوادونو ته هم د تازه مېوو صادرات پیل کړي، څو د تازه مېوو په بازار موندنه کې اغېزمن تمام شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/