معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په لوګر کې ٧٠ زره څاروي د پوستکي ناروغۍ(LSD) پر وړاندې واکسین کیږي

په لوګر کې ٧٠ زره څاروي د پوستکي ناروغۍ(LSD) پر وړاندې واکسین کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین ویلي، چې د پوستکي ناروغۍ(LSD) پر وړاندې د واکسین کمپاین په دوهم پړاو کې دا ځل ٧٠ زره څاروي واکسین کیږي.
د کرنې او مالدارۍ رییس ویلي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ( FAO) په همکارۍ به د لوګر په کچه د څارویو دپوستکي (Lumpy Skin Disease) ناروغۍ سره د مبارزې دوهم کمپاین په لړ کې د شاوخوا دوه میاشتو مودې په ترڅ کې ٧٠ زره څاروي واکسین شي.
د نوموړي په خبره دغو واکسینونو باندې به ٣٥٠ زره امریکایي ډالره لګښت راشي، چې د خوړو نړیوال سازمان لخوا ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په لوګر کې سل زره څاریو ته دغه ډول واکسین ورکړل شوی و.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس