معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په معیاري ډول د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د شهرنو پارک د بیارغونې چارې پیل شوې

په معیاري ډول د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د شهرنو پارک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د رياست ‌الوزرا اقتصادي مرستيال او د کابينې يو شمېر غړو او نورو مسوولينو د شهرنو پارک د بیارغونې پروژې پرانيسته وکړه.
د راپور پر بنسټ، پر یاده پروژه ۱۴ ميليونه ډالره پانګونه شوې، چې شاوخوا ۵ سوه کسانو ته به د کار زمينه هم په کې برابره شي.
په یاد پارک کې ۶ سوه متره مربع ځمکه د معیاري جومات لپاره او د پارک د زرغونتیا لپاره ۶۵ سلنه ځمکه انتخاب شوې ده.
دغه راز د ۳ سوه موټرو لپاره د معیاري پارکېنک ځای، تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه‌ وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، رسټورانټونه، د لامبو حوضونه او نورې آسانتاوې په پام کې نیول شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس