معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په نیمروز کې د شامپو جوړولو ستره کارخونه جوړه شوې

په نیمروز کې د شامپو جوړولو ستره کارخونه جوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۹  نېټه):

د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د شامپو جوړولو د یوې سترې کارخونې د جوړېدو خبر ورکړی.

د راپور پر بنسټ د شامپو دا تولیدي کارخونه د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې په ورځني ډول د ۵ ټنه شامپو د تولید وړتیا لري.

د یادې کارخونې د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې رییس ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره، د هېواد  داخلي تولیدات ډېر شوي او حکومت هم په دې برخه کې ډېره پاملرنه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس