معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په هرات کې د افغاني توکو نندارتون پرانیستل شو

په هرات کې د افغاني توکو نندارتون پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې په هرات کې د (عالیست افغانیست) ملي نندارتون په دوو جلا برخو کې د ښځو او نارینه وو لپاره پرانیستی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوال سوداګرۍ رییس ویلي، د سرپرست حکومت مشرتابه په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو بېلابېل نندارتونونه جوړ کړي، چې له دې جملې څخه ۶ یې بهرني دي.

نوموړی زیاتوي، چې د کارخونو د حالت د ښه والي لپاره په ورته محصولاتو د ګمرکي تعرفو د لوړولو په ګډون بېلابېل اقدامات ترسره کړي، څو کورنی صنعت وده وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې تراوسه پورې افغانستان څه باندې ۲۷۰ قلمه کورني محصولات صادر کړي، څه باندې ۱۳۵ قلمه تولیداتو په برخه کې ځان بسیایني او ۷۸ قلمه نورو تولیداتو په برخو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس