معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په پيرو کې د لومړي ځل لپاره يوې ښځې د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

په پيرو کې د لومړي ځل لپاره يوې ښځې د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

په پيرو کې د لومړي ځل لپاره يوې ښځې د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه:
کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۷):
راپورونه وايي، چې د پيرو هېواد پارلمان پرون مخکنی ولسمشر پېدرو کاسټيلو بې واکه کړ او اوس يې دينا بولوارتي د ولسمشرې په توګه ټاکلې ده. شپيته کلنه بولوارتي د مسلک له پلوه حقوق پوهه ده چې تر دې وړاندې يې د ولسمشر د مرستيالې په توګه دنده ترسره کړې ده.
د پيرو پارلمان ويلي، دينا بولوارتي به تر ۲۰۲۶ کال يا د پيدرو کاسټيلو د کاري مودې تر بشپړولو پورې د ولسمشرې په توګه دندې ته دوام ورکړي. پارلمان مخکنی ولسمشر تر هغې وروسته بې واکه کړ چې د سياسي مخالفتونو له کبله يې د پارلمان د منحلولو هڅه وکړه. رسنۍ وايي چې کاسټيلو تر بې واکه کېدو وروسته مکسيکو ته تښتېده، خو په لاره کې د پوليسو له لوري نيول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس