معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پوتین او اردوغان راتلونکې دوشنبه د اوکراین غلو دانو د خوندي صادراتو په اړه خبرې کوي

پوتین او اردوغان راتلونکې دوشنبه د اوکراین غلو دانو د خوندي صادراتو په اړه خبرې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د روسي رسنیو د خبر له مخې کرملین ويلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دوشنبې په ورځ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري.
کرملین زیاته کړې، چې دا لیدنه په دې هیله کیږي چې دغه دواړه مشران به وکولای شي، د غلو د خوندي لېږد په مقصد پخوانی تړون بېرته راژوندی کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ مسکو ته د سفر پر مهال ویلي، چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د لېږدولو تړون بیا را ژوندي کول د خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره مهم دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس