کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالي دولت له مشر احمد الشرع سره ټيلیفوني خبرې کړي.
د یاد وزارت په خبره، پوتین د سوریې د اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره د روسیې پر مرستو ټينګار کړی دی.
دواړو لوریو له سوریې سره پر بشردوستانه مرستو هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه د سوریې د مخکیني ولسمشر بشار الاسد ملاتړې وه او دا لومړی ځل دی، چې پوتین له احمد الشرع سره خبرې کوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/