معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پولیو ناروغی؛ افغانستان کې له محو کېدو سره مخ او په امریکا او بریتانیا کې نوې راټوکېدلې

پولیو ناروغی؛ افغانستان کې له محو کېدو سره مخ او په امریکا او بریتانیا کې نوې راټوکېدلې

یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د (پولیو) ناروغۍ پر وړاندې بریا نړیواله بریا بللې او د محو کېدو په اړه یې د هڅو له ګړندي کېدو خبر ورکوي.
دغه سازمان نن یکشبنه (د لړم ۱۵مه) پر خپله ټویټر پاڼه دا څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې، د نړۍ په یو ګوټ کې د دغې ناروغۍ شتون د ټولو ځایونو لپاره ګواښ دی.
دغه سازمان ټینګار کړی دی چې د نړۍ یو شمېر هیوادونه له پولیو څخه پاک اعلان شوي، خو وايي چې د برتانیې او امریکا متحده ایالتونو په ګډون ځینو هیوادونو کې دغه ناروغي پيژندل شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې افغانستان اوس مهال د پولیو ناروغۍ محوه کېدو په درشل کې دی او زیاته کړې ده چې دغه سازمان به له نورو نړیوالو سازمانونو سره په ګډه په دغه هیواد کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي په برخه کې ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې سږ کال تر دا مهاله په افغانستان کې د پولیو یوازې دوه پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) د معلوماتو له مخې لا هم په نړۍ کې ۱۸ میلیون ماشومانو د پولیو ضد واکسین نه دي تر لاسه کړي، یاد سازمان ویلي ترڅو چې دغه ماشومان واکسین تر لاسه نکړي، تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د یادې روغۍ پیدا کېدو وېره شته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس