معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پوهنې وزارت سر له سبا تودو سیمو کې لس ورځې ژمنۍ رخصتي اعلان کړه

پوهنې وزارت سر له سبا تودو سیمو کې لس ورځې ژمنۍ رخصتي اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د پوهنې وزارت له لوري ولایاتو کې د پوهنې ریاستونو ته په یو استولي مکتوب کې ویلي، راتلونکو لسو ورځو کې د هوا ډېر سړښت له وجې سر له سبا د لسو ورځو لپاره رخصتي اعلان کړه.
دوی ویلي، چې د هېواد مختلفو ولایتونو کې د زده کوونکو ژوند له ګواښ څخه د ژغورلو په موخه د تودو سیمو ښوونځیو زده کوونکو ته سر له سبا چهارشنبې لس ورځنۍ ژمنۍ رخصتي اعلان کړې ده.
دوی زیاته کړې چې د زده کوونکو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو پاتې برخه او تدریسي بهیر به د روان کال د جمادی الثاني په ۲۸، چې د دلوې میاشتې له لومړۍ نېټې سره برابره ده، په نورمال ډول له سره پیل شي.
په دغه مکتوب کې یادونه شوې چې یاده رخصتي یوازې د زده کوونکو لپاره ده او ښوونکي به خپله حاضري په نورمال ډول مخته وړي.
د هوا پېژندنې د رسمي ادارې د وړاندوینې له مخې راتلونکو لسو ورځو لپاره د هېواد مختلفو ولایتونو کې د هوا د سړښت کچه ممکن تر منفي شلو درجو پورې ورسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس