کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پوهنې وزارت مسوولینو ویلي، ولس ته د خدمت په موخه يې ۸ زره خالي بستونه اعلان ته وسپارل، چې د ازموینې واک یې هم د ازموینو ملي اداره ته ورکړی.
د یاد وزارت د کېفیت تضمین مرستیال په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، د یادو بستونو د استخدام په بشپړېدو سره به ښوونځیو کې د موجودې تدریسي او اداري ستونزې هم حل شي.
صادق د ازموینو ملي ادارې څخه غوښتي، چې په پوره روڼتیا او رښتنولۍ سره یادو بستونو ته ازموینه واخلي، څو وړ او مستحق کسان د خدمت په موخه دندو باندې وګمارل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/