کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه په خېبر کې د پښتون قوم ستره عدالتي جرګه د پښتون ژغورنې په قیادت کې پیل شوه.
د دغې جرګې په پرانیستې وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر پښتنو د شويو ظلمونو چمتؤ شوی یو څېړنیز راپور هم پر لوی سکرین خلکو ته وړاندې کړ.
د دغه څېړنیز راپور په اساس د نورو ټولو سیمو په پر پرتله ډېر مرګونه په پښتون مېشتو سیمو کې شوي دي.
د راټولې شوې څېړنې له مخې پښتنو پر خاوره وروستيو لسيزو کې ۷۶زره ۵۸۴ تنه پښتانه وژل شوي، چې ۱۷سوو زيات مشران په کې حلال شوي او د ٦ زره ٧٠٠ څخه ډېر پښتانه ورک دي.
د څېړنې له مخې د پښتنو پر سيمو نږدې ۱۰ زره بمونه غورځول شوي، چې ۲ سوه بمونو باندې يوازې جوماتونه په نښه شوي.
دغه راز څېړنه کې ویل شوي، چې د پښتنو ۳ لکه ۷۰ زره کورونه ړنګ شوي او زر جوماتونه یا مدرسې هم شهيدانې شوې دي.
دغه راز څېړنې زیاته کړې، چې د دغو نا امنیو له امله ۷ زره ۵۳۸ پښتانه معلول شوي، د ۲۷ زرو څخه ډېرې میندې کونډې شوي او یوازې پښتونخوا کې ۲ زره علماء شهيدان شوي دي.
همدا شان څېړنې کې ویل شوي، چې پاکستان حکومت د ۲ لکه ۲۱ زرو پښتنو شناختي کارډونه بلاک کړي دي.
نن په دوهمه ورځ به راټول شوي مشران د موضوعاتو پر حل بحث کوي چې ورپسې به د جرګې عمومي پرېکړه اعلانیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/